د ایران او پاکستان دوه اړخیزې اړیکې دې پراخې شي
د ایران د بهرنیو اړیکو د سټراټیجکې شورا مشر او د پاکستان د سند صوبې اعلی وزیر سید مراد عليشاه د دوه اړخیزو ملګرتیاو په پراختیا ټینګار وکړ.
زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې د ایران د بهرنیو اړیکو د سټراټیجکې شورا مشر په دغه کتنه کښې د مناسبو بانکي اړیکو لرل، د ملي اسعارو په بنیاد د تجارت ترسره کول، د اعتباري لیکو جوړول او د لورو ترمینځ د اقتصادي ملګرتیا د دودیدو لپاره د دواړو حکومتونو لخوا د بیمې وړاندې کول د دواړو هیوادونو ترمینځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د تعرفو کمول او د آزاد تجارت موافقه د ایران او پاکستان د اقتصادي ملګرتیاو د لوړاوي لازمه وبلله.
دواړو چارواکو په دغه کتنه کښې همداشان د ایران او پاکستان په پریمانه ګډولو باندې په ټینګار سره په مختلفو برخو کښې د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه.