دپاکستان لوړرتبه پلاوی کابل ته رسیدلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i68392-دپاکستان_لوړرتبه_پلاوی_کابل_ته_رسیدلی_دی
زمونږخبریال وایی د پاکستان یو(۱) لوړرتبه پلاوی د افغانستان له چارواکو سره دخبرو لپاره نن کابل ته ورسید .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 02, 2018 10:11 Asia/Kabul
  • پاکستان او افغانستان د ډیورینډ سرحدي کرښې په شمول  دیوشمیر موردونو په اړه اختلافات لري .
    پاکستان او افغانستان د ډیورینډ سرحدي کرښې په شمول دیوشمیر موردونو په اړه اختلافات لري .

زمونږخبریال وایی د پاکستان یو(۱) لوړرتبه پلاوی د افغانستان له چارواکو سره دخبرو لپاره نن کابل ته ورسید .

دپاکستان  د بهرنیو چارو دوزارت مرستیاله میرمن «تهمینه جنجوعه »ددغه لوړرتبه پلاوی مشرۍ پرغاړه لری .

دافغانستان او دپاکستان پلاویو  په تیرو میاشتو کښې دوه (۲)ځله په اسلام اباد او کابل کښې د افغانستان د سولې دخبرو او د دواړو هیوادونو د اختلافاتو دحل لپاره غوندې وکړې خو هیڅ نتیجه یې ورنکړه .

په افغانستان کښې د ترهګرو حملو له زیاتیدا وروسته پاکستان او افغانستان موافقه وکړه له ترهګرۍ سره دمبارزې او دواړو هیوادونو ته داړونده سیمه ییزو مسایلو په باره کښې دوه اړخیزه خبرې ترسره کړی .

پاکستان او افغانستان د ډیورینډ سرحدی کرښې په شمول  دیوشمیر موردونو په اړه اختلافات لری او دواړه یوبل له  ترهګرو ډلوپه ملاتړ تورنوی .