د پاکستان وزيراعظم کابل ته په سفر لاړ
د پاکستان وزيراعظم له افغان چارواکو سره د خبرو اترو لپاره يو روځني سفر کښې د دغه هېواد پائېتخت کابل ته لاړ.
د ايرنا د رپوټ له مخې شاهد خاقان عباسي کابل ته په خپل سفر کښې د افغانستان د ملي وحدت د حکومت له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائي مشر عبدا... عبدا... سره د مختلفو موضوعاتو په تېره بيا له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او اقتصادي ملګرتياو د پياوړتيا په اړه کتنه او خبرې اترې کوي.
دغه سفر چې د افغان ولسمشر په رسمي دعوت ترسه کيږي د دواړو هېوادونو د دلچسپۍ وړ موضوعاتولکه د د تعلقاتو د پراختيا،په افغانستان کښې د صلحې د طرحې، د افغان مهاجرينو په خپله خوښه ستنېدلو، د نشه ايزو موادو له توليد او قاچاق سره د مبارزې په شان موضوعاتو په زمينه کښې خبرې اترې کوي.
پاکستان او افغانستان د ډيورېنډ د فرضي کرښې او په پولو کښې د پاکستان لخوا د تاسيساتو د جوړولو په شمول د يو لړ مسائلو په سر اختلافات لري او همدارنګ يو بل له ترهه ګرۍ څخه په ملاتړ تورنوي.