په پېښور پوهنتون کښې د فارسۍ ژبې د څانګې د پرانېستو موافقه
د پاکستان په پېښور ښار کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د کلتوري مرکز مشر او د پېښور اسلاميه کالج پوهنتون مشر په دغه پوهنتون کښې د فارسۍ ژبې د څانګې د پرانېستو او د فارسۍ ژبې د زدکړو د کلاسونو د شروع کولو موافقه وکړه.
د ايرنا د رپوټ له مخې د خېبرپختونخوا په مرکز پېښور کښې د ايران د کلتوري مرکز مشر سيد عباس فاموري وويل، په پېښور کښې د ايران کلتوري مرکز له اسلاميه کالج پوهنتون سره ښه تعلقات لري او له دغې ملګرتيا څخه پنځوس کاله تيريږي.
ډاکټر عباس فاموري د ايران د مشهد له فردوسي پوهنتون او د ايران له نورو پوهنتونونو سره د پېښور د اسلاميه کالج پوهنتون د پوهنتوني علمي او سائنسي تعلقاتو د پراختيا غوښتنه وکړه.
د پېښور د اسلاميه کالج پوهنتون مشر نوشاد خان هم په دغه کتنه کښې د ايران له دغه کلتوري مرکز او د ايران له پوهنتونونو سره د اسلاميه کالج پوهنتون د پوهنتوني، علمي او سائنسي ملګرتيا په پراختيا تاکيد وکړ.