امريکائي ډېپلومېټ له پاکستانه ممنوع الخروج شو
د پاکستان پوليسو د يو پاکستاني په موټر د وژلو په وجه امريکائي ډېپلومېټ له پاکستانه ممنوع الخروج کړ.
د فارس خبري اژانس د رپوټ له مخې د پاکستان پوليسو له دغه هېواد څخه د جوزف امانوئل هال له تښتېدو څخه د مخنيوي لپاره نن د دغه خطاکار امريکائي ډېپلومېټ پوره مشخصات او تصوير د پاکستان ټولو هوائي ډګرونو او سمندري او زمکنيو پولو ته ولېږل چې له پاکستانه د هغه د تېښتې مخنيوے وکړي.
به گزارش خبرگزاری فارس، پلیس پاکستان به منظور جلوگیری ازفرار "جوزف امانوئل هال"
هغه پرون له پاکستانه د تلو اراده لرله خو د دغه هېواد پوليسو هغه په اسلام آباد کښې د امريکې سفارت ته په ستنېدو مجبور کړ.
دا په داسې حال کښې د ي چې په اسلام آباد کښې د امريکې سفير پرون د پاکستان خارجه وزارت ته احضار او د امريکائي ډېپلومېټ د غېر قانوني چلند په اړه غذر غوښتنې ته مجبور شو.
د پېښې له ځايه د دغه امريکائي ډېپلومېټ تېښتې د پاکستان د خلقو قهر راپارولے دے.
همدارنګ د پاکستان پوليسو هم د دغه امريکائي ډېپلومېټ د ډرائېونګ لائسنس د باطلېدو خبر ورکړ.
د پاکستان د خارجه وزير مرستيالې مېرمن تهمينه جنجوعه هم په دې باره کښې وويل: د خطاکار امريکائي ډېپلومېټ په باره کښې فېصله به د پاکستان د قوانينو او د ډېپلومېټکو روابطو په اړه د ويانا د کنونشن مطابق کيږي.
جوزف امانوئل هال درې ورځې مخکې په اسلام آباد کښې په دوو پاکستاني موټر سائيکل سورو خپل موټر وروخېژوۀ چې په دغه پېښه کښې له دغو دوو ځوانانو څخه يو ووژل شو او يو بل سخت ژوبل شو.