اسلام آباد کښې د امریکې خلاف مظاهرې وشوې
Apr 14, 2018 03:01 Asia/Kabul
پاکستاني مظاهره چیانو پرون د امریکې خلاف نعرو لګولو سره په اسلام آباد کښې د امریکايي ډیپلماټ جنایت وغنده.
د پاکستان خلکو د دغه هیواد په پلازمینه اسلام آباد کښې د امریکايي سفارتکار لخوا د یو پاکستان ښاریز په وژل کیدو باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
پاکستاني مظاهره چیانو پرون د امریکې خلاف نعرو لګولو سره په اسلام آباد کښې د امریکايي ډیپلماټ جنایت وغنده.
قهریدلو پاکستانیانو همداشان د دغه امریکايي سفارتکار د محاکمه کیدو غوښتنه وکړه.
یاده دې وي چې د جوزف امانوئل هال په نامه امریکايي سفارتکار تیره شنبه په اسلام آباد کښې دوه پاکستاني ځوانان په خپل ګاډي ووهل چې له امله یې یو تن مړ او بل سخت زخمي شو.
ټیګونه