پاکستانیانو د فلسطین د خلکو په ملاتړ مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i69126-پاکستانیانو_د_فلسطین_د_خلکو_په_ملاتړ_مظاهرې_وکړې
د پاکستان خلکو پرون د جمعې له لمانځه وروسته د فلسطین د خلکو په ملاتړ، په اسلام آباد کښې مظاهرې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 14, 2018 03:06 Asia/Kabul
  • پاکستانیانو د فلسطین د خلکو په ملاتړ مظاهرې وکړې

د پاکستان خلکو پرون د جمعې له لمانځه وروسته د فلسطین د خلکو په ملاتړ، په اسلام آباد کښې مظاهرې وکړې.

د ایرنا د رپورټ له مخې د پاکستان خلکو په دې مظاهرو کښې د امریکې او صهیونیسټي رژیم خلاف د شعارونو په ورکولو سره د صهیونیسټانو په بریدونو کښې د غزې د بیګناه خلکو شهادت وغنده او دا وژله یې د ناروا صهیونیسټ رژيم لخوا د بشري حقوقو څرګنده خلاف ورزي وبلله.

مظاهره چیانو یولړ پلی کارډونه او بینرونه اوچت کړي وو چې ورباندې د فلسطین د خلکو په ملاتړ او د امریکې او غاصب صهیونیسټي رژیم له پلانونو سره د مقابلې لپاره اسلامي امت ته بلنې جملې لیکل شوې وې.

د پاکستان د ملي پیوستون د شورا مسئولانو چې د دغه هیواد لسګونه سیاسي او مذهبي ګوندونه پکښې شامل دي، په دغو مظاهرو کښې اعلان وکړ چې پاکستانیان به تل په فلسطین او غزې تړانګه کښې د خپلو مسلمانو وروڼو خویندو ترڅنګ وي.