پاکستان د برجام اجرا ته د ټولو لورو پر احترام ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i74389-پاکستان_د_برجام_اجرا_ته_د_ټولو_لورو_پر_احترام_ټینګار_وکړ
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: د ګډ اقدام جامع پروګرام (ایټمي موافقه) په نړۍ کښې د ډیپلماسۍ د کامیابۍ یوه نمونه ده او ټول لوري یې باید احترام وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 05, 2018 15:39 Asia/Kabul
  • پاکستان د برجام اجرا ته د ټولو لورو پر احترام ټینګار وکړ

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: د ګډ اقدام جامع پروګرام (ایټمي موافقه) په نړۍ کښې د ډیپلماسۍ د کامیابۍ یوه نمونه ده او ټول لوري یې باید احترام وکړي.

د ایرنا د خبر له مخې محمد فیصل نن له کورنیو او بهرنیو رسنیو سره په خپل اونیز خبري کانفرنس کښې په نړیواله سویه د برجام د اهمیت په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کښې زیاته کړه: هغه ټول لوري چې د دې ایټمي موافقې په برابرولو او لاسلیکولو کښې یې رول درلود، باید اجرا یې کړي.

د ویلو ده چې د امریکې ولسمشر د روان میلادي کال د مۍ په اتمه نیټه د ایران خلاف د بې بنیاده تورونو په تکرارولو سره له برجامه د واشنګټن وتل او له دریو نه تر شپږو میاشتو پورې موده کښې په ایران باندې یوځل بیا د ایټمي بندیزونو لګیدل یې اعلان کړل.

خو بریطانیا، فرانسې، روسیې، جرمني او اروپايي اتحادیې له ایران سره د شوې ایټمي موافقې د نورو لورو په توګه ویلي دي چې د دغې نړیوالې موافقې ملاتړ کوي.

د پاکستان د خارجه وزارت ویاند همداشان افغانستان ته د امنیت او ثبات د ستنیدو په ضرورت باندې په ټینګار سره زیاته کړه: پاکستان په افغانستان کښې د پایداره امنیت او ټکاؤ تامینیدو ته ژمن دی او له طالب ډلې سره د خبرواترو لپاره د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د صلحه غواړي اقدام ملاتړ کوي.

محمد فیصل په دې خبرې سره چې جنګ او پوځي اقدامات د افغانستان حل لاره نه ده، هیله وښودله چې طالب ډله له رامینځه شوي فرصته ګټه پورته کړي او د کابل له حکومت سره د خبرواترو او پخلاینې په بهیر کښې شامل شي.