امریکا دې ایټمي موافقې ته ورستنه شي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i75350-امریکا_دې_ایټمي_موافقې_ته_ورستنه_شي
د اسلام آباد د سیاسي څیړنو د موسسې مشر د ګډ اقدام جامع پروګرام (ایټمي موافقې) ته د امریکې په ورستنیدو ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 06, 2018 03:09 Asia/Kabul
  • امریکا دې ایټمي موافقې ته ورستنه شي

د اسلام آباد د سیاسي څیړنو د موسسې مشر د ګډ اقدام جامع پروګرام (ایټمي موافقې) ته د امریکې په ورستنیدو ټینګار وکړ.

محمد عبدالباسط پرون د ایرنا خبریال ته په مرکه کښې له ایران سره د خبرواترو د پيلولو لپاره د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چمتووالي اعلان ته په اشارې سره وویل: که ټرمپ په رښتیا له تهران سره د خبرواترو غوښتونکی وي نو په وړومبي پړاؤ کښې باید یوځل بیا په ایټمي موافقه کښې شامل شي.

د پاکستان د خارجه وزارت پخواني ویاند زیاته کړه: په ایټمي موافقه کښې یوځل بیا د امریکې شاملیدل، د خبرواترو په لړ کښې د دغه هیواد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ادعا باندې د تهران او نړیوالې ټولنې د باور سبب کیږي.

هغه د سیمې او نړۍ په امنیت او ټکاؤ کښې د ایران د ایټةي موافقې د رول او اهمیت په بیانولو سره وویل: برجام یوه نړیواله موافقه ده او یو ځانګړی اعتبار لري نو ځکه د امریکې په شمول ټول هیوادونه یې باید د مفادو احترام وکړي.