د پاکستان نوې لومړې وزیربه څوک وی نن به یې فیصله وشی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i75668-د_پاکستان_نوې_لومړې_وزیربه_څوک_وی_نن_به_یې_فیصله_وشی
د پاکستان پیپلز پارټۍ شهباز شریف ته د لومړی وزارت لپاره د رایو نه ورکولو اعلان کړی دی ، حتی اصف علی زرداری به په غونډه کی هم ګډون ونکړی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 17, 2018 01:57 Asia/Kabul
  • د پاکستان نوې لومړې وزیربه څوک وی نن به یې فیصله وشی

د پاکستان پیپلز پارټۍ شهباز شریف ته د لومړی وزارت لپاره د رایو نه ورکولو اعلان کړی دی ، حتی اصف علی زرداری به په غونډه کی هم ګډون ونکړی

زمونږ خبریال د پاکستان دنیا ورځپانۍ له قوله راپور راکوی ، نن به د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان او د مسلم لیګ د نواز څانګې مشر شهباز شریف ترمینځ  د لومړی وزارت لپاره مقابله وی  . د پاکستان پیپلز پارټۍ شهباز شریف ته د لومړی وزارت لپاره د رایو نه ورکولو اعلان کړی دی ، حتی اصف علی زرداری به په غونډه کی هم ګډون ونکړی .

له بلې خوا د پاکستان مسلم لیګ نواز څانګې شهباز شریف ته د پیپلز پارټۍ رایو نه ورکول د اصف علی زرداری مجبوری بللی ده خو د پیپلز پارټۍ یوه مشر مولا بخش چانډیو دا تور رد کړی دی او وایی چی مونږه هیڅ مجبوری نلرو خود د شهباز شریف شکمن کړچار مونږه دغې فیصلې کولو ته مجبوره کړی یو .

ډیر شناندی په دې باور دی چی په ډیر زیات احتمال د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان به  راتلونکې لومړې وزیر وی .