د پاکستان د حکومت کورني او بهرني پورونه زيات شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i75860-د_پاکستان_د_حکومت_کورني_او_بهرني_پورونه_زيات_شوي_دي
د پاکستان مرکزي بېنک په يو رپوټ کښې وويل: په تېروپينځو کلونو کښې د پاکستان کورني پورونه له ديارلس ټريلين روپو څخه دېرشو ټريلين روپيو ته زيات شوي دي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 24, 2018 14:18 Asia/Kabul
  • د پاکستان د حکومت کورني او بهرني پورونه زيات شوي دي

د پاکستان مرکزي بېنک په يو رپوټ کښې وويل: په تېروپينځو کلونو کښې د پاکستان کورني پورونه له ديارلس ټريلين روپو څخه دېرشو ټريلين روپيو ته زيات شوي دي.

د ايرنا د رپوټ له مخې د دغه رپوټ له مخې د پاکستان کورني پورونه حکومتي او خصوصي شرکتونو ته د حکومت ورکونکو پورونو مشتمل دي.

د پاکستان بهرني پورونه هم په تېر يو کال کښې په څوارلس فيصدو سره دولس ميليارډ ډالرو ته رسېدلي دي او په اوس حال کښې د پاکستان بهرني پورونه پينځه نوي ميليارډ ډالره دي.

د اقتصادي مسائلو کارپېژاندو په وېنا  په تېرو پينځو کلونو کښې د نواز مسلم ليګ ګوند نامناسبه اقدامات د پاکستان د بهرنيو او کورنيو پورونو د زياتېدو اصلي وجه وه.