د پاکستان وزیراعظۍ ماڼۍ لسګونه اضافي ګاډي خرڅ کړل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i76574-د_پاکستان_وزیراعظۍ_ماڼۍ_لسګونه_اضافي_ګاډي_خرڅ_کړل
د پاکستان نوي حکومت د ریاضتي اقتصاد د سیاستونو د عملي کولو په موخه خپل اویا لوکس او اضافي ګاډي خرڅ کړل.
(last modified 2023-10-01T07:50:45+00:00 )
Sep 18, 2018 12:55 Asia/Kabul
  • د پاکستان وزیراعظۍ ماڼۍ لسګونه اضافي ګاډي خرڅ کړل

د پاکستان نوي حکومت د ریاضتي اقتصاد د سیاستونو د عملي کولو په موخه خپل اویا لوکس او اضافي ګاډي خرڅ کړل.

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې د پاکستان د اطلاع رسونې وزیر فواد حسین چودري د دې خبر په اعلانولو سره وویل: په وړومبۍ مرحله کښې اویا دانې لوکس موټران په نیلامۍ کښې خرڅ کړی شوي دي.

چودري زیاته کړه چې د دغو ګاډو له خرڅونه ترلاسه شوې پيسې به په عام المنفعه چارو لګول کیږي او د پاکستان وزیراعظم له تجمل پالنې سره مبارزې ته بیخي جدي دی.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان قدرت ته له رسیدو وروسته په هیواد کښې له مالي او ادارې فساد سره د مبارزې او همداشان د پاکستان د اقتصادي ودې لپاره یولړ پروګرامونه پیل کړي دي.