پرويز مشرف ته د پاکستان د سترې محکمې ضمانت
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i76978-پرويز_مشرف_ته_د_پاکستان_د_سترې_محکمې_ضمانت
د پاکستان سترې محکمې دغه هېواد ته د ستنېدو لپاره د پاکستان د پخواني ولسمشر پروېز مشرف د هڅولو په هدف سره د محکمې تر ختمېدو پورې د هغه د نه نيولو ضمانت صادر کړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 03, 2018 13:22 Asia/Kabul
  • پرويز مشرف ته د پاکستان د سترې محکمې ضمانت

د پاکستان سترې محکمې دغه هېواد ته د ستنېدو لپاره د پاکستان د پخواني ولسمشر پروېز مشرف د هڅولو په هدف سره د محکمې تر ختمېدو پورې د هغه د نه نيولو ضمانت صادر کړ.

د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې د پاکستان د سترې محکمې مشر ثاقب نثار وويل: د پرويز مشر د محکمې د ختمېدو تر وخته پورې هيڅوک حق نه لري چې هغه ونيسي او هغه پاکستان ته د رتګ راتګ لپاره آزاد دے.

دغه ضمانت له دي وروسته صادر شو چي د پروېز مشرف وکيل وويل، پاکستان ته د مشرف د نه ستنېدو اصلي وجه د بيمارۍ نه علاوه دا ده چې بې له دې چې هغه څه ګناه کړې وي په څو دوسيو کښې فراري ګڼل شوے دے.

ثاقب نثار د مشرف د وکيل په ځواب کښې وويل، د پاکستان قضائي قوه هېواد ته د ستنېدو په اړه د مشرف ټولې اندېښنې لرې کوي.