پاکستان ته د بن سلمان سفر، د هغۀ لپاره يوه بله ماتې
پاکستان ته د ډېر سختو امنيتي تدابيرو لاندې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان سفر پاکستان ته د يو خارجي چاروکي ترټولو زيات لګښت لرونکے سفر ګڼل کيږي. په دغه کتنه باندې په پاکستان کښې له مختلفو اړخونو نيوکې او احتجاجونه وشول.
که څه هم په دغه سفر کښې په پاکستان کښې د شل ميليارډ ډالرو په ارزښت د سعودي د پانګونې لپاره د ملګرتياو څو معاهدې او يادښتونه لاسليک شول خو هغه په دې کار سره خپله مجرمانه او ترهه ګريزه څېره سمه نه کړې شوه.
آل سعود رژيم په پاکستان کښې د طاقت د ترټولو اصلي سرچينې په توګه د دغه هېواد له فوځ سره ډېر ښه تعلقات لري. په سياسي برخه کښې هم آل سعود رژيم د نواز له مسلم ليګ سره دوديز او کورني تعلقات لرلي او ترې يې ملاتړ کړے دے. خو په سعودي کښې د وليعهد په توګه د بن سلمان په انتخابېدو سره په تېرو تقريباً دوو کلونو کښې د هغه تعلق د نواز شريف له مسلم ليګ سره د دوديزو تعلقاتو په قالب کښې نه تعريفيږي بلکه بن سلمان ترجيح ورکړې ده چې د پاکستان د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ له تحريک انصاف ګوند سره چې د ۲۰۱۸ کال د وروستيو وختونو په انتخاباتو کښې اقتدار ته ورسېد خپل تعلقات برابر کړي. دغه ګوند او عمران خان په پوره توګه د پاکستان د فوځ په تېره بيا د آئي اېس آئي اسخباراتي ادارې تر ملاتړ لاندې دے. په حقيقت کښې بن سلمان ترجيح ورکړې ده چې د پاکستان له فوځ او حکومت څخه په پوره او زياتې استفادې سره عمران خان ته د مالي طمعې په ورکولو سره د خپلو سياستونو او پروګرامونو په مدار کښې وساتي.
پاکستان ته د بن سلمان له سفرنه دوه هفتې مخکښې د اولس، ګوندونو، متکفرانو او سياسي شخصيتونو په مختلفو سطحو کښې له دغه سفر سره په مخالفت کښې عمومي احتجاجونه او اعتراضونه شروع شول چې ترټولو مهم دلائل يې په دا ډول دي: په سوريې او عراق کښې د داعش په شمول له ترهه ګرو او د هغوي له جنايتونو څخه د سعودي نېغ په نېغه ملاتړونه، په يمن کښې د بن سلمان د جنګ اور غرغنډه کول، د دغه هېواد د بې ګناه ښځو او ماشومانو قتل عام او د هغو دوام، دغه جنګ ته د پاکستان د ننباسلو لپاره کوشش، د بحرين له حکومته د سعودي ملاتړ او په دغه هېواد کښې د ازادي غوښتونکو او مجاهدينو په قتل عام کښې لاس لرل، له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو جوړولو لپاره د بن سلمان هلې ځلې او دغې لارې ته د پاکستان د داخلولولپاره کوشش او بالاخره د يمن د بې ګناه خلقو په قتل عام کښې له سعودي سره د ملګرتيا لپاره د پاکستان د حکومت له هر ډول احتمالي هلو ځلو سره د پاکستان د خلقو مخالفت.
د ملي يکجهتي کونسل د عمومي سېکتر مرستيال په دې باره کښې وائي:
«د عمران خان حکومت پکار دي په دې پوه شي چې سعودي هيڅکله د پاکستان دوست نه دے، حکومت پکار دي د ملت غوښتنه واوري، نن اسلامي نړۍ د حق او باطل ترمېنځ وېشل شوېده او له سعودي سره زمونږ صداقت په دې معنا دے چې مونږ د باطل ترڅنګه ولاړ يوو، نن د سني او شيعه په شمول مسلمانانو له دغې تُورې څخه چې له تيکي راوتلې ده او د مسلمانانو څټونه يې هدف ګرځولي دي مصيبتونه زغملي دي.»
همدارنګ د پاکستان خلق له بن سلمان څخه د عمران خان د کورباتوب په څه رنګوالی هم معترض دي چې ترټولومهم دلائل يې په دا ډول دي: په لګښتونو او خرچونو کښې د بچت کولوپه اړه د عمران خان له انتخاباتي شعارونو سره د هغه د کردار فرق، ځکه چې هغه د ساده ژوند کولو او په عامه خرچونو او لګښتونو کښې د کمښت په شعار سره اقتدار ته ورسېد، له اسلامي هېوادونو سره د تعلقاتو په زياتولو کښې د عمران خان د حکومت په بهرني سياست کښې د تواز نه خيال ساتنه او له ذاتي محافظانوڅخه د بن سلمان پراخه استفاده او د پاکستان د امنيتي سېسټم سپکاوے.
د پاکستان حکومت له سعودي او اماراتو څخه د مالي مرستو حاصلول له دغو هېوادونو سره د تعلقاتو د پراختيا يوترټولو مهم دليل بولي. اقتدار ته له رسېدو وروسته تقريباً په شپږ مياشتو کښې سعودي ته د عمران خان څو سفرونه د هغه د حکومت د سيمه ايز سياست د محور په توګه د سعودي انتخاب دے. خو اعتراض کونکي دغه سياست له سعودي سره د پاکستان د اقتصادو د لا زياتې وابستګۍ او د ربوي او سودي کولو په لاره کښې د هغه حرکت بولي.
په همدې وجه د پاکستان د حکومت مخالفانوپه ځلونو عمران خان ته له سعودي سره د تعلقاتو د پراخولو د نتائجو په اړه خبردارے ورکړے دے چې د هغوي په باور په دا ډول اهدافو پسې دے: د آل سعود او وهابيت د اهدافو او ګټو په خدمت کښې د سيمه ايزې اډې په توګه د پتاکستان د فوځ او حکومت په اختيار کښې لرل، د يمن د خلقو په خلاف د دغه هېواد په جنګ کښې د پاکستان د فوځ له ظرفيتونو څخه لا زياته استفاده، په سيمه کښې د ايران له نفوذ سره مقابله، له ايران سره د پاکستان د پولو د ناامنه کولو لپاره کوششونه، په سعودي کښې د بن سلمان د قوت په پياوړتيا او له ترهه ګرو څخه د هغۀ په څرګندو ملاتړونو سره د ايران او پاکستان په پولو کښې په وروستيو کلونو کښې د هغوي فعاليت زيات شوے دے چې وروستۍ پېښه يې د ايران په سيستان او بلوچستان صوبه کښې د سپاه پاسدارانو د ځواکونو وړونکي بس باندې حمله وه چې پاکستان ته د بن سلمان د سفر په درشل کښې وشوه. ترهه ګرو په دغه جنايت سره د هغه لپاره په ګډېدو سره کوشش وکړ چې خپله ونډه او بودجه زياته کړي.
د پاکستان جماعت اهل سنت غړي مفتي محمد حېدر هم په دې اړه وويل: « آل سعود د حرمېنو شريفېنو خادمان نه دي بلکه هغوي د امريکې د ډالرو بندګان او د صهيونېسټانو اېجنټان او ګوډاګيان دي چې د اسلامي نړۍ مصيبتونه رامنځته کوي. د ټولو مسلمانانو زړونه د حجاز مقدسې زمکې لپاره درزيږي خو ټول مسلمانان د آل سعود له خيانته چې ټولوته په ډاګه شوې ده خبر دي.»
په سيمه په تېره بيا د پاکستان په ګوادر بندر کښې د چين نفوذ په پاکستان کښې له پانګونې څخه د سعودي يو بل مقصد دے. سعودي د يو چاڼځي د جوړولوپه شمول په ګوادر بندر کښې د پانګونې د منصوبو په وړاندې کولو سره نه يوازې کوشش کوي د امريکې د پروګرامونو په لړ کښې په دغه سيمه کښې د چين پانګونې تر تاثير لاندې راولي بلکه په سيمه کښې له چينسره د پاکستان د پانګونو د محوريت خنډ وګرځي. او پاکستان ته د له سفر څخه د سعودي د وليعهد بن سلمان يو ترټولو مهم مقصد پکار دي په ترکيې کښې په آل سعود خاندان د نيوکه کونکي جرنلېسټ جمال خاشقجي له قتل وروسته د خپل حېثيت د رغونې لپاره د هغه کوششونه وګڼل شي چې په دغه جنايت کښې په لاس لرلو تورن دے. له دې نه علاوه د يمن د مظلومو خلقو په وينو د بن سلمان د لاسونو ککړېدل د دې سبب شوي دي چې هغه د جنايت کار او د جنګ د عامل په توګه مطرح شي. له دې امله د سعودي وليعهد پاکستان ته په سفر سره له دغه هېواد سره د مالي مرستو له پراخو تبليغاتوسره مل ؤ کوشش وکړ چې د پاکستان د اقتصادو د ژغورونکي په توګه د ځان ښودلوترڅنګه خپله ډېره داغداره څېره سمه کړي.
يو مذهبي مشر شيخ ضېغم عباس پاکستان ته د بن سلمان د سفر په خلاف د ولسي احتجاجونو او اعتراضونو په جاجونه کښې وائي:
«د پاکستان د خلقو مخالفت په دې ټکي باندې تاکيد دے چې مونږ ويښ يوو او زمونږ سترګې د فارس خليج د ملګرتيا د شورا د هېوادونو پېسوته د نه دي. سعودي په وحشيانه او غېر انساني جنايتونو کښې لاس لري په همدې وجه له دغه هېواد سره د پاکستان د تعلقاتو د ختمولو غوښتونکي يوو چې د رياض چارواکي وپوهيږي چې مسلمانان د هغوي د ترهه ګريزو اقداماتو په وړاندې غلي نه کښيني.»
خو پاکستان ته د سعودي د وليعهد بن سلمان په سفر پراخو ولسي احتجاجونو ته په پام سره هغه د دغه مقصد په پوره کولو کښې نه يوازې کامياب نه ؤ بلکه ثابته شوه چې هغه د دغه هېواد د خلقو ترمېنځ يو له کرکې ډکه او ترهه ګره څېره ګڼل کيږي. بن سلمان کوشش وکړ چې پاکستان ته له سفر څخه د خپل طاقت او په ځان د اعتماد د نندارې او نمائش په توګه استفاده وکړي چې انډونېشيا او ملېشيا ته د هغه د سفر لغو کېدو او په پاکستان کښې د عامه احتجاجونو زياتېدو هغه له ماتې سره مخامخ کړ. له مکې مکرمې او مدينې منورې سره د پاکستان د خلقو مينې ته په پام سره بن سلمان خيال کوۀ چې کولې شي د پاکستان د خلقو د مذهبي احساساتو په څپې باندې په سورېدو او د ډالري دېپلومېسۍ په استعمالولو سره د دغه هېواد د خلقو نظر ځان ته جلب کړي. دا په داسې حال کښې دي چې خلق په سعودي کښې له پاکستاني کارګرانو په تېره بيا له ښځو سره د سعوديانو ظالمانه او غېر انساني چلند په اړه معترض دي.
----------------