د پاکستان سترې محکمې پرویز مشرف ته خبرداری ورکړ
د پاکستان سترې محکمې د خپلې دفاع لپاره د مۍ د میاشتې دویمه نیټه هیواد ته د ستنیدو لپاره د پخواني ولسمشر پرویز مشرف وروستی فرصت وباله.
د پاکستان سترې محکمې د خپلې دفاع لپاره د مۍ د میاشتې دویمه نیټه هیواد ته د ستنیدو لپاره د پخواني ولسمشر پرویز مشرف وروستی فرصت وباله.
تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د پاکستان سترې محکمې خبرداری ورکړی چې که مشرف د روان کال د مۍ د میاشتې په دویمه نیټه په محکمه کښې حاضر نه شي نو د هر ډول دفاع حق به یې ختم شي.
د پاکستان د سترې محکمې په بیانیه کښې راغلي دي: د قانون له مخې د مشرف د نه حاضریدو په بڼه کښې دغه ارګان د پخواني ولسمشر د دوسیې په هکله وروستی فیصله اعلانولی شي.
له بلې خوا د پرویز مشرف وکیل ویلي چې هغه د سختې ناروغۍ په وجه د دبی په یو روغتون کښې بستري دی او د ډاکټرانو له اجازې پرته پاکستان ته نه شي ستنیدی.