سري لنکا ته د پاکستان د خارجه وزير سفر لغو شو
May 02, 2019 10:27 Asia/Kabul
د پاکستان رسنيو د امنيتي اندېښنو په وجه سري لنکا ته د پاکستان د خارجه وزير د پلان شوي سفر د لغو کېدو خبر ورکړ.
د ايرنا د رپوټ له مخې پاکستاني رسنيو نن وويل، شاه محمود قريشي ټاکل شوې وه سبا د جُمعې په ورځ سري لنکا ته خپل دوه ورځنې سفر شروع کړي چې د کوربا هېواد لخوا د امنيتي اندېښنو په وجه لغو شو.
د تېرې هفتې د ايتوار په ورځ د سري لنکا په پائتخت کښې په څو کليساګانو او هوټلونو باندې په حملوکښې لږ تر لږه 253 کسان ووژل شول او له پينځو سوو نه زيات هم ژوبل شول. سري لنکا د کولمبوپه حملو کښې په پاکستان کښې د پرتو ترهه ګرو ډلو د لاس لرلو په ردولو سره له ترهه ګرۍ سره د سري لنکا له جنګ څخه د اسلام آباد په پوره ملاتړ تاکيد وکړ.
ټیګونه