ایران له استکبار سره د مبارزې مخکښ دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i82333-ایران_له_استکبار_سره_د_مبارزې_مخکښ_دی
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان ددفاع وزارت پخوانی قائمقام خالد نعیم لودهی وویل دایران اسلامی جمهوریت له بل هر هیواد څخه زیات د امریکا او دصهیونیسټ رژیم له ګډو پلانونو سره د مبارزې په لومړۍ کرښې کښې ولاړ دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 23, 2019 00:57 Asia/Kabul
  • دایران اسلامي جمهوریت یوازنی هیواد دی چې په سیمه کښې دامریکا او دصهیونیسټ رژیم د پلانونو د عملي کیدا په لاره کښې ستر خنډ دی .
    دایران اسلامي جمهوریت یوازنی هیواد دی چې په سیمه کښې دامریکا او دصهیونیسټ رژیم د پلانونو د عملي کیدا په لاره کښې ستر خنډ دی .

ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان ددفاع وزارت پخوانی قائمقام خالد نعیم لودهی وویل دایران اسلامی جمهوریت له بل هر هیواد څخه زیات د امریکا او دصهیونیسټ رژیم له ګډو پلانونو سره د مبارزې په لومړۍ کرښې کښې ولاړ دی .

هغه پرون له اسلام اباد څخه په چاپیدونکی «دنیا »ورځپاڼې کښې په یوې(۱) مقالې کښې د نړۍ دقدرتونو ورانونکی سیاست او د لیبیا د سوریې ، د عراق ، دافغانستان او دسوډان او د سیمې په  نوروعربو هیوادونو باندې د هغه(ددغه ورانونکی سیاست) ورانونکو پایلو ته په اشارې سره وویل دغه قدرتونه اوس د ایران داسلامی جمهوریت او دپاکستان د کمزوری کولو هڅه کوی .

دپاکستان د دفاع وزارت پخوانی قائمقام خالد نعیم لودهی  وویل دایران اسلامی جمهوریت یوازنی هیواد دی چې په سیمه کښې دامریکا او دصهیونیسټ رژیم د پلانونو د عملی کیدا په لاره کښې ستر خنډ دی .

هغه دسیمې په اسلامی او عربو هیوادونو غږ وکړ هوښیار ووسی او دامریکا او د صهیونیسټ رژیم په لومه کښې ښکیل نشی .