عمران خان د هند لومړی وزیر ته مبارکی وویله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i82362-عمران_خان_د_هند_لومړی_وزیر_ته_مبارکی_وویله
ایرنا خبری اژانس وایی دپاکستان لومړی وزیر عمران خان د هند د پارلمان په انتخاباتو کښې د بی جی پی ګوند د بریالیتوب په مناسبت لومړی وزیر ناریندرا مودی ته مبارکی ورکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 24, 2019 01:14 Asia/Kabul
  • ما د سیمې امنیت او پرمختګ ته تل اهمیت ورکړی دی .
    ما د سیمې امنیت او پرمختګ ته تل اهمیت ورکړی دی .

ایرنا خبری اژانس وایی دپاکستان لومړی وزیر عمران خان د هند د پارلمان په انتخاباتو کښې د بی جی پی ګوند د بریالیتوب په مناسبت لومړی وزیر ناریندرا مودی ته مبارکی ورکړه .

عمران خان په دغه پیغام کښې وویل پاکستان په جنوبی اسیا سیمه کښې د سولې ، د ثبات او د هوساینې د دوام  او د هند له نوی حکومت سره د ملګرتیا دپیاوړتیا لپاره مخ په وړاندې نظر لری .

دهند لومړی وزیر ناریندرا مودی هم د پاکستان دلومړی وزیر د مبارکۍ د ویلو مننه وکړه  او زیاته یې کړه چې ما د سیمې امنیت او پرمختګ ته تل اهمیت ورکړی دی .

دپاکستان او د هندوستان خارجه وزیرانو شاه محمود قریشی او سوشما سواراج هم په قیرغیزستان کښې په کتنې کښې د اختلافاتو په حل ټینګار کړی وو