وزیرستان کښې حکومتی عسکر وژل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i82434-وزیرستان_کښې_حکومتی_عسکر_وژل_شوی
زمونږخبریال وایی د پاکستان دپوځ دعمومی اړیکو دفتر ایی ایس پی ار (Inter-Services Public Relations ) وویل نن سهار وختی په شمالی وزیرستان کښې له ترهګرو سره د ډزو په تبادلې کښې چې د پلټڼې په یوې پوستې یې برید کړی وو یو(۱) پوځی ووژل شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 27, 2019 09:38 Asia/Kabul
  • ځینې راپورونه وایی چې د شمالی وزیرستان په خړقمر پلټنې پوستې  کښې په پرونۍ پیښه کښې دیارلس(۱۳) کسان وژل شوی دی .
    ځینې راپورونه وایی چې د شمالی وزیرستان په خړقمر پلټنې پوستې کښې په پرونۍ پیښه کښې دیارلس(۱۳) کسان وژل شوی دی .

زمونږخبریال وایی د پاکستان دپوځ دعمومی اړیکو دفتر ایی ایس پی ار (Inter-Services Public Relations ) وویل نن سهار وختی په شمالی وزیرستان کښې له ترهګرو سره د ډزو په تبادلې کښې چې د پلټڼې په یوې پوستې یې برید کړی وو یو(۱) پوځی ووژل شو.

ویل کیږی وسله والو کسانو نن سهار وختی د شمالی وزیرستان په شوال(Shawal Valley) سیمه کښې په مکی ګړه (Makki Garh Post)حکومتی پلټڼې پوستې حمله کړی وه او حکومتی  عسکرو دغه برید په شا وتمبوه .

د پاکستان دپوځ د عمومی اړیکو دفتر ایی ایس پی ار زیاته کړه چې دشمالی وزیرستان په بویا (, Boyya) سیمه کښې چې له خړقمر (Kharqamar check post)پلټنې پوستې یونیم کلومیټره لیرې ده د پینځو(۵) کسانو مړی چې په ډزو ویشتل شوی دی موندل شوی .

په خړ قمر پلټنې پوستې کښې پرون د ډزو په تبادلې کښې درې (۳)کسان وژل شوی او د پینځو(۵) حکومتی عسکرو په شمول پینځلس(۱۵) نور کسان ژوبل شوی وو.

ځینې راپورونه وایی چې د شمالی وزیرستان په خړقمر پلټنې پوستې  کښې په پرونۍ پیښه کښې دیارلس(۱۳) کسان وژل شوی دی .

دغه راز د پاکستان دپښتون تحفظ غورځنګ یو(۱)مهم مشر علی وزیر له خپلو اتو کسانو سره یوځاې نیول شوی او بل مهم مشر محسن جاوید داوړ په  تښتی بریالی شوی دی .

دپاکستان د پښتون تحفظ غورځنګ مهم مشر محسن داوړ په یوې (۱) مرکې کښې دغه خبره دروغ بللی ده چې ددوې کسانو په  حکومتی عسکرو  ډزې کړی دی .

هغه دپاکستان په پوځ تور ولګاوه چې لومړۍ دوې ډزې پیل کړې اوتاوتریخوالی یې رامینځته کړ .

د پاکستان د پښتون تحفظ غورځنګ دکمیټۍ یوه(۱) غړی فضل خان وویل اعتراض کونکو سره هیڅ وسله نه وې  او هغوې بې ګناه دی او زیاته یې کړه دغه مظاهره چیان څرنګه له وسلو سره وزیرستان ته ورتللی شی چې په هر یوه کلومیټر کښې د پلټڼې پوستې شته .؟

دغه راز د شمالی وزیرستان په دوګه مچه مداخیل( Doga Macha Madakhel) سیمه کښې د پرلتې دوهلو په بهیر کښې د تاوتریخوالی د رامینځته کیدا  په وخت کابو شل (۲۰) کسان ژوبل شوی دی .

په اسلامی ایران کښې د ماتم دستورې وشوې