د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر محکمې ته حاضر شوی
-
د پاکستان پښتون ژغورنې غورځنګ دغه راز په شمالي وزیرستان کښې د وړمه ورځ د پیښې پرضد د اعتراض د ترسره کولو غوښتنه کړي ده .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان دپښتون تحفظ(دپښتون ژغورنې )غورځنګ یو() مهم مشر او د ملی پارلمان غړی علی وزیر پرون په بنو سیمه کښې دترهګرۍ ضد محکمې ته حاضر کړی شو .
د پاکستان دترهګرۍ ضد محکمې قاضی بابر علی خان د پښتون تحفظ غورځنګ مشر ته تر اتو(۸) ورځو لپاره د بندی کیدا حکم ورکړ .
ویل کیږی چې د ترهګرۍ ضد محکمې یوه(۱) چارواکی علی وزیر ته تر دیرشو(۳۰) ورځو پورې د بندی کیدا سزا دورکولو غوښتنه کړی وه خو قاضی بابر علی خان هغه ته داتو(۸) ورځو د بند سزا ورکړه .
د پاکستان دترهګرۍ ضد محکمې پولیسو ته حکم ورکړی چې د ملی پارلمان غړی علی وزیر دجون په څلورمه (۴)نیټه بیرته محکمې ته حاضر کړی .
د پاکستان دبنو دترهګرۍ ضد محکمې له حکم وروسته د پښتون تحفظ غورځنګ دغه مشر اوس پیښور ته انتقال کړی شوی او دهغه پرضد دوسیسه هم جوړه کړې شوی ده چې د ملی پارلمان دغړی محسن داوړ او دنورو اوو(۷) کسانو نومونه پکښې هم لیکل شوی .
دغه راز دپاکستان دخیبر پښتونخواه صوبې اعلی وزیر او ګورنر پرون شمالی وزیرستان ته ورغلل چې له قبایلی مشرانو او پوځی او حکومتی چارواکو سره کتنه وکړی .
د پاکستان پښتون ژغورنې غورځنګ دغه راز په شمالی وزیرستان کښې د وړمه ورځ د پیښې پرضد د اعتراض د ترسره کولو غوښتنه کړی ده .
ویل کیږی چې دپاکستان دشمالی وزیرستان په بویه سیمه کښې وړمه ورځ د پوځ او د خلکو ترمینځ په شخړې کښې درې (۳)کسان وژل شوی او دپینځو(۵) حکومتی عسکرو په شمول پینځلس (۱۵)کسان ژوبل شوی .
ځینې راپورونه وایی چې دپاکستان دپوځ لخوا په خلکو دډزو په بهیر کښې له شپاړسو (۱۶)زیات کسان وژل شوی او ګڼ شمیر نور ژوبل شوی هم دی .