په خیبر پښتونخوا کښې نن اختر ولمانځل شو
-
په ایران اسلامي جمهوریت ،انډونیزیا، جاپان ، مالیزیا ، اسټرالیا او تايي لینډ کښې به سبا اختر وي .
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د سائنس او د ټیکنالوژۍ د وزیر فواد چوهدری له هڅو سره سره په هیواد کښې یوځاې د اختر د لمانځلو په هکله موافقه ونشوه .
په نوی پاکستان کښې په حکومتی سویه دوه(۲) اخترونه لمانځل کیږی .
د پاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې حکومت نن په دغه صوبې کښې د کوچنی اختر دلمانځلو اعلان کړی .
په پیښور او نورو سیمو کښې خلکو نن اختر ولمانځه او دهیواد دسلامتیا لپاره یې دعاګانې وکړې .
دغه راز دپاکستان د میاشتې د لیدو مرکزی کمیټۍ(رویت هلال کمیټی) نن د شوال دمیاشتې د لیدو لپاره په کراچۍ ښار کښې غونډه کوی او فیصله به وکړی چې اختر سبا دی او که بل سبا .
دغه راز په سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو، افغانستان ، امریکا ، کاناډا او اروپایی هیوادونو کښې هم نن اختر دی .
په ایران اسلامی جمهوریت ،انډونیزیا، جاپان ، مالیزیا ، اسټرالیا او تایی لینډ کښې به سبا اختر وی .
په انګلستان کښې به روان کال هم دوه(۲) اخترونه وی .
په لندن کښې د پاکستان ګڼ شمیر ښاریز به سبا د اسلام اباد له حکومت سره یوځاې اختر ولمانځی .