له ایران سره د پاکستان دملګرتیاؤ د ژورتیالپاره هڅې دوه برابره کیږی
اعجاز شاه د ایران مرستیال داخل وزیر ته ډاډ ورکړ ،پاکستان له ایران سره د اقتصادی او سیمه ایزو تعاملاتو د پراختیا په لاره کې د خنډونو لیرې کولو ته ژمن دی .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ دپاکستان د کورنیو چارو وزیر اعجاز احمد شاه پرون مازدیګرپه اسلام اباد کې د ایران د کورنیو چارو د وزیر له مرستیال ذولفقاری سره په کتنې کې ټینګار کړی ، اسلام اباد له اسلامی ایران سره د اقتصادی او سیمه ایزو ملګرتیاؤ دپراختیا په لاره کې د خنډونو دلیرې کولو لپاره هیڅ هڅه نه سپموی .
اعجاز شاه د ایران مرستیال داخل وزیر ته ډاډ ورکړ ،پاکستان له ایران سره د اقتصادی او سیمه ایزو تعاملاتو د پراختیا په لاره کې د خنډونو لیرې کولو ته ژمن دی .
دپاکستان د کورنیو چارو وزیر همداراز د اقتصادی اوسرحدی چارو کې د ګډو ملګرتیاؤ دپراختیا لپاره د ا سلام اباد اوتهران د موافقې خبر هم ورکړ .
حسین ذوالفقاری هم په دغې کتنې کې ددواړو هیوادونو په پوله ایزو سیمو کې د ترهه ګرو او اشرارو ډلو په لاس د ایران د تښتول شوو درو پوله ساتونکو دخوشی کیدا لپاره د پآکستان دحکومت او استخباراتی ادارو د جدی هلو ځلو په ضرورت هم ټینګار کړی او د دواړو هیوادونو د خپل مینځیو اړیکو دپراخولو په ضرورت ئې هم رڼا اچولې ده .