د صلحې مذاکرات په کابل کښې پکار دي
د ای، این، پي مشر څرګنده کړه: په اسلام آباد کښې د صلحې خبرې اترې د افغانستان د صلحې د بهیر لپاره ګټه ورې نه شي کیدی ځکه چې پاکستان د دغې غونډې له لارې د خپلو ګټو په تکل کښې دی.
د پاکستان د عوامي ملي ګوند مشر د افغانستان په پلازمینې کابل کښې د دغه هیواد د صلحې د خبرواترو ترسره کیدل، په نورو هیوادونو کښې د هغو له ترسره کیدو ډیر ګټه ور وبلل.
افراسیاب خټک د افغانستان د حکومت او طالب ډلې د استازو له شتون پرته په اسلام آباد کښې د افغانستان د سیاسي شخصیتونو وروستۍ غونډې ته په اشارې سره وویل: بین الافغاني مذاکرات دې د پاکستان یا نورو هیوادونو پر ځاې په کابل کښې ترسره شي ځکه چې دا کار به لاښه نتیجه ورکړي.
د ای، این، پي مشر څرګنده کړه: په اسلام آباد کښې د صلحې خبرې اترې د افغانستان د صلحې د بهیر لپاره ګټه ورې نه شي کیدی ځکه چې پاکستان د دغې غونډې له لارې د خپلو ګټو په تکل کښې دی.
د پاکستان دغه پخواني سینیټر وویل: د افغانستان ستونزې به هله هوارې شي چې افغانان خپل اختلافات ختم کړي او د یو بل ترڅنګ د جنګ د ختمولو هڅه وکړي.