پاکستان له ایران سره د علمي ملګرتیاؤ پراختیا ته چمتو دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i83285-پاکستان_له_ایران_سره_د_علمي_ملګرتیاؤ_پراختیا_ته_چمتو_دی
د پاکستان د ساینس او ټیکنالوجۍ وزیر د د اکو د علمي فاونډیشن په څلورمه غونډه کښې د ګډون په موخه اصفهان ته راغلی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 09, 2019 08:46 Asia/Kabul
  •  پاکستان له ایران سره د علمي ملګرتیاؤ پراختیا ته چمتو دی

د پاکستان د ساینس او ټیکنالوجۍ وزیر د د اکو د علمي فاونډیشن په څلورمه غونډه کښې د ګډون په موخه اصفهان ته راغلی دی.

د پاکستان د علومو او ټیکنالوجۍ وزیر وویل چې د دغه هیواد پوهنتونونه په مختلفو برخو په تیره بیا په ریاضۍ، معمارۍ او هنر په څانګو کښې له ایران سره ملګرتیا او په دې لړ کښې د استاذانو او محصلینو تبادلې ته چمتو دی.

د پاکستان د ساینس او ټیکنالوجۍ وزیر چودري فواد حسین نن د ایران په مرکز کښې د اصفهان له والي سره په کتنه کښې زیاته کړه: د ایران او همداشان د اصفهان ښار او پاکستان ترمینځ د علم او ټیکنالوجۍ په برخو کښې د ډیرې ښې ملګرتیا زمینې شته چې د سیاسي او اقتصادي اړیکو په پراختیا کښې به مهم لور ولوي.

په دغه کتنه کښې د اصفهان والي هم، په دې خبرې سره چې د ایران او پاکستان ګډ ټکي یوازې په ژبه کښې نه دي بلکې ترټولو مهم یې د اسلام دین او د خلکو ترمینځ ورورولي ده، وویل: د سیمې خلک دې خپلې ستونزې او مسائل په خپلو کښې په ملګرتیا سره حل کړي.

رضایی د ایران له پوهنتونونو سره د ریاضۍ، هنر او ادبیاتو په برخو کښې علمي ملګرتیاؤ ته د پاکستان د وزیر د چمتووالي په هرکلي سره وویل چې د طب په شان ډیرو نورو برخو کښې هم د دوه اړخیزې ملګرتیا زمینه برابره ده.

د پاکستان د ساینس او ټیکنالوجۍ وزیر د د اکو د علمي فاونډیشن په څلورمه غونډه کښې د ګډون په موخه اصفهان ته راغلی دی.