په شهباز شریف د مالی فساد نوی دوسیه جوړه شوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i83393-په_شهباز_شریف_د_مالی_فساد_نوی_دوسیه_جوړه_شوه
ډيلي ميل خپل رپورټ کښې د برطانوي وګړي آفتاب اقبال په حواله وئيلي چي هغه د شهباز شريف لپاره مني لانډرنګ کړې او دغه پيسې ئي برطانيي ته متنقل کړې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 14, 2019 10:00 Asia/Kabul
  • په شهباز شریف د مالی فساد نوی دوسیه جوړه شوه

ډيلي ميل خپل رپورټ کښې د برطانوي وګړي آفتاب اقبال په حواله وئيلي چي هغه د شهباز شريف لپاره مني لانډرنګ کړې او دغه پيسې ئي برطانيي ته متنقل کړې

د پاکستانی رسندویو له راپور سره سم د پاکستان د  مسلم ليګ ن صدر ميا شهباز شريف يو بل سکينډل مخې ته راغلې،برطانوي اخبار دعوي کړې چي د برطانيي لخوا پنجاب حکومت ته ورکړې شوي پنځه سوه ملين پونډز کښې شهباز شريف درغلی کړيدې

برطانوي ورځپاڼۍ ډيلي ميل خپل رپورټ کښې انکشاف کړې چي د مسلم ليګ ن صدر او پخواني وزير اعلي پنجاب ميا شهباز شريف برطانيي لخوا ورکړې شوي پنځه سوه ملينه پونډز کښې کرپشن کړې او هغه پيسه ئي برطانيې ته د مني لانډرنګ په ذريعه منتقل کړيده

اخبار خپل رپورټ کښې ليکي چي کال دوه زره دريم کښې د شريف خاندان په اکاونټ کښې صرف دري لکه پونډز وو ولي کال دوه زره اتلس کښې دغه اکاونټ کښې شل کروړه پونډز موجود وو

ډيلي ميل خپل رپورټ کښې د برطانوي وګړي آفتاب اقبال په حواله وئيلي چي هغه د شهباز شريف لپاره مني لانډرنګ کړې او دغه پيسې ئي برطانيي ته متنقل کړې