پاکستان د افغانستان د الوتکو لپاره خپل هوايي حریم پرانیسته
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i83438-پاکستان_د_افغانستان_د_الوتکو_لپاره_خپل_هوايي_حریم_پرانیسته
پاکستان خپل هوايي حریم د هندوستان په لور د افغانستان د الوتنو لپاره خلاص کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 16, 2019 13:05 Asia/Kabul
  • پاکستان د افغانستان د الوتکو لپاره خپل هوايي حریم پرانیسته

پاکستان خپل هوايي حریم د هندوستان په لور د افغانستان د الوتنو لپاره خلاص کړ.

د افغانستان د هوايي چلند ادارې (سول ایوي ایشن) نن وویل چې پاکستان پس له ۱۳۵ ورځو خپل هوايي حریم د هند په لور د افغانستان د مسافري الوتکو لپاره پرانیسته او نوې ډیلي او ممبئي ته د کابل الوتنې د پاکستان له هوايي حریم څخه بیا پيل شوې.

خبر زیاتوي چې د پاکستان د هوايي حریم په بندیزدو سره د افغانستان هوايي شرکتونو او د هوايي چلند ادارې ته سخت تاوان رسیدلی دی.

د ویلو ده چې کابو درې میاشتې مخکښې د هند او پاکستان ترمینځ د شخړې په ګرمیدو سره اسلام آباد د هندوستان په لور د افغانستان د تلونکو الوتکو پر مخ خپل هوايي حریم تړلی و.