حافظ سعید ونیوی شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i83450-حافظ_سعید_ونیوی_شو
د پاکستان امنیتي ځواکونو د دغه هیواد جماعت الدعوة ډلې مشر حافظ سعید وینوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 17, 2019 09:50 Asia/Kabul
  • حافظ سعید ونیوی شو

د پاکستان امنیتي ځواکونو د دغه هیواد جماعت الدعوة ډلې مشر حافظ سعید وینوه.

د پاکستان رسنیو د حافظ سعید د نیول کیدو خبر ورکړی دی  او لیکلې یې دي چې هغه د پاکستان امنیتي ځواکونو د پنجاب صوبې په ګوجرانواله کښې نیولی دی.

خبر زیاتوي چې د جماعت الدعوة مشر نامعلوم ځاې ته منتقل کړی شوی دی او نور تفصیلات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړی شي.

حافظ سعید چې د پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې د قانون له مخې په کور کښې نظربند و، په دې وروستیو کښې د لاهور د محکمې په حکم آزاد شوی و.

د ویلو ده چې حافظ سعید د لشکر طیبه ترهګرې ډلې مشري هم کوي او هندوستان یې په ۲۰۰۸ کال کښې د بمبئي د خونړیو حملو اصلي پلانونکی بولي.