دپاکستان عمران خان امریکا ته تللی دی
Jul 21, 2019 01:22 Asia/Kabul
-
دا لومړی ځل دی چې د پاکستان د پوځ لوړرتبه جنرالان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره د یوه(۱) لومړي وزیر په کتنې کښې ملګرتیا کوي .
زمونږخبریال وایی دپاکستان لومړی وزیر عمران خان په درې(۳) ورځنی سفر امریکا ته رسیدلی دی .
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د امریکا له ولسمشر ټرمپ او نورو لوړرتبه چارواکو سره دخبرو اترو لپاره پرون واشنګټن ته ورسید .
له عمران خان سره په دغه سفر کښې دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا او دجاسوسۍ ادارې مشر هم ملګرتیا کوی .
دا لومړی ځل دی چې د پاکستان د پوځ لوړرتبه جنرالان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره د یوه(۱) لومړی وزیر په کتنې کښې ملګرتیا کوی .
ډیپلوماټیکو سرچینو وویل چې د پاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا به د امریکا له دفاع وزیر پاټریک ایم شانان ، نوی لوی درستیز جنرال مارک میلې او نورو لوړرتبه پوځی چارواکو سره خبرې او کتنې وکړی .
ټیګونه