پاکستان ددفاع کولو په حالت کښې دی
-
دامریکا پوځي مشرانو د ترهګرۍ پرضد جنګ کښې دپاکستان دپوځ په قربانیو او د افغانستان دسولې په پروسې کښې داسلام اباد په رول اعتراف وکړ .
زمونږ خبریال وایی د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په امریکا کښې په یو لړ څرګندونو کښې وویل اسلام اباد اوس د ځان دبقا جنګ کوی او زیاته یې کړه مونږ ددفاع په حالت کښې یوو او له مونږ څخه دنورو اقداماتو د ترسره کولو غوښتنه څرنګه کیدلای شی ؟
هغه وویل مونږ دامریکا جنګ په پاکستان کښې کوو او د پاکستان په زرګونو خلکو په دغه جنګ کښې قربانی ورکړی دی او میلیارډونو روپۍ تاوانونه مو هم لیدلی دی.
دپاکستان لومړی وزیر عمران خان وویل د ترهګرۍ پرضد دجنګ په وخت د امریکا او دپاکستان ترمینځ یوشمیر ناوړه تفاهمونه رامینځته شول او ما دامریکا ولسمشر ټرمپ او خارجه وزیر مائک پمپئو ته وویل مونږ باید په یوه(۱) بل اعتماد وکړو .
عمران خان وویل دپاکستان دپوځ په شمول ټولې ادارې له حکومت سره دی او په امریکا کښې دپاکستان په اړه ناوړه تفاهمونه شته او واشنګټن ته زما د سفر هدف دا دی چې امریکا د پاکستان خلک وپیژندی .
دغه راز دامریکا دفاع وزارت پینټاګان ته د پاکستان دپوځ دمشر جنرال قمر جاوید باجوا په ورتلو سره د یویشت (۲۱) توپونو ډزې وشوې او ددواړو هیوادونو ملی ترانې هم وغږول شوې .
دامریکا دپوځ مشر جوف ډانفورډ د پاکستان دپوځ دمشر جاوید باجوا هرکلی وکړ او د پاکستان دپوځ مشر د امریکا له پوځی مشرانو سره کتنې وکړې .
دامریکا پوځی مشرانو د ترهګرۍ پرضد جنګ کښې دپاکستان دپوځ په قربانیو او د افغانستان دسولې په پروسې کښې داسلام اباد په رول اعتراف وکړ .