د پاکستان خارجه وزارت د هندوستان د سفارت شاذدافیر وروغوښته
د پاکستان حکومت په کشمیر کنټرول لاین کښې د هندي ځواکونو د ډزو په دوام باندې په اعتراض کښې د دغه هیواد شاذدافیر وروباله.
د پاکستان حکومت په کشمیر کنټرول لاین کښې د هندي ځواکونو د ډزو په دوام باندې په اعتراض کښې د دغه هیواد شاذدافیر وروباله.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن په اسلام آباد کښې د هندوستان د شاذدافیر په وربللو سره په کشمیر کنټرول لاین کښې د هند د سرحدي ځواکونو له خوا د اوربند د تړون په خلاف ورزۍ باندې خپل سخت اعتراض وراعلان کړ.
د پاکستان د خارجه وزارت په بیانیه کښې راغلي دي: د هندي ځواکونو له خوا د پاکستان د استوګنو سیمو ویشتل د منلو وړ نه دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هندوستان له چارواکو وغوښتل چې د استوګنو سیمو په نښه کول او د اوربند د تړون خلاف ورزي بنده کړي.
د ویلو ده چې په کشمیر کنټرول لاین کښې د هندي ځواکونو د ډزو له امله درې پاکستاني ملکیان مړه او څو تنه نور ژوبل شوې دي.