د پاکستان د جماعت اسلامی مشر په عمران خان نیوکه وکړه
هغه په واشنګټن کې له ټرمپ سره د عمران خان کتنې ته په اشاری سره زیاته کړه له امریکا سره د پاکستان دوستانه اړیکی موقتی دی او واشنګټن په سیمه په تیره بیا افغانستان کی د خپلو ناکامو هدفونو په تحقق پسې او پاکستان ته اړتیا لری .
له اسلام اباده زمونږ خبریال راپور راکوی سراج الحق ټینګار وکړ د پاکستان لومړې وزیر عمران خان باید د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر په مسله کی د امریکا په میانځګړیتوب باړور ونکړی .
ده زیاته کړه پاکستان باید د کشمیر د کړکیچ د اواری لپاره له امریکا مرسته ونه غواړی ځکه چی واشنګټن د دسیسې له لارې هڅه کوی چی هیوادونو ترمینځ تاوتریخوالی رامینځټه کړی . هغه په واشنګټن کې له ټرمپ سره د عمران خان کتنې ته په اشاری سره زیاته کړه له امریکا سره د پاکستان دوستانه اړیکی موقتی دی او واشنګټن په سیمه په تیره بیا افغانستان کی د خپلو ناکامو هدفونو په تحقق پسې او پاکستان ته اړتیا لری .
ټرمپ عمران خان سره په کتنه کی ویلی دی چی چمتو دې د کشمیر د لانجې پرسر د هند او پاکستان ترمینځ میانځګړیتوب وکړی .