پاکستان د ټاپی د ګازی نل لیکی خطر نه قبلوی
ده وویل چی پاکستان ، ترکمنستان ته په شفافه توګه ویلی دی چی د ټاپی د اته میلیاردی ګازی پروژې لپاره د پاکستان ملی ژمنه هغه وخت پیلیږی چی ګاز د دغه هیواد پولو ته رسیدلی وی .
د فارس خبری اژانس له راپور سره سم د پاکستان د ولسمشر لوړ رتبه سلاکار نادم بابر ن وویل اسلام اباد به د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګازو د انتقال ریسک یا خطر ونه منی .
ده وویل چی پاکستان ، ترکمنستان ته په شفافه توګه ویلی دی چی د ټاپی د اته میلیاردی ګازی پروژې لپاره د پاکستان ملی ژمنه هغه وخت پیلیږی چی ګاز د دغه هیواد پولو ته رسیدلی وی .
هغه زیاته کړه د اسلام اباد حکومت همداراز د ترکمنستان له چارږاکو غوښتی دی چی د دغې پروژې په چوکاټ کی د وارداتی ګازو د بیه د څرنګوالی په اړه هم جدی بیا کتنه وکړی . ټاکل شوی ده د ټاپی اتلس سوه څوارلس کلومیټره نل لیکه د ترکمنستان ګاز له افغانستان او پاکستان په تیریدا سره هندوستان ته ټرانزیټ کړی .