په درست پاکستان کی د کشمیر د وضعیت په اړه اعتراضونه وشول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i83868-په_درست_پاکستان_کی_د_کشمیر_د_وضعیت_په_اړه_اعتراضونه_وشول
د پاکستان د خارجه وزارت قائم مقام په دغه کتنه کښې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د دغه هیواد د تحرکاتو او اقداماتو په بندیدو باندې په ټینګار سره زیاته کړه: نوی ډیلی باید د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیک احترام وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 06, 2019 11:38 Asia/Kabul
  • په  درست پاکستان کی د کشمیر د وضعیت په اړه اعتراضونه وشول

د پاکستان د خارجه وزارت قائم مقام په دغه کتنه کښې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د دغه هیواد د تحرکاتو او اقداماتو په بندیدو باندې په ټینګار سره زیاته کړه: نوی ډیلی باید د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیک احترام وکړي.

د رویټرز خبری اژانس له راپور سره سم د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد په شمول د بیلا بیلو ښارونو خلکو  او همداراز د کراچۍ او کشمیر خلکو پرون د هند دولت ضد شعارونو په ورکولو او مظاهرو په ترسره کولو سره  د هند تر کنټرول لاندې  د کشمیریانو د حقوقو په احقاق ټینګار وکړ .

په همدې زمینه کی سهیل محمود پرون مازیګر د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د نوې ډیلي په وروستیو اقداماتو باندې د پاکستان د حکومت اعتراض، اجی بساریا ته ابلاغ کړ.

د پاکستان د خارجه وزارت قائم مقام په دغه کتنه کښې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د دغه هیواد د تحرکاتو او اقداماتو په بندیدو باندې په ټینګار سره زیاته کړه: نوی ډیلی باید د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیک احترام وکړي.

سهیل محمود هم داشان په کشمیر کښې لګیدلې کرځبندیز، په دغې سیمې کښې د یو لک او اتیا زره پوځیانو دیره کول، د ارتباطي خدماتو او انټرنیټ بندول او د کشمیري مشرانو نیول او په کورنیو کښې یې نظربندول وغندل.