د پاکستان او دروسیې خارجه وزیرانو خبرې وکړې
-
د کشمیر دخلکو پرضد د هندوستان اقدامات نه یوازې د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو بلکې د بشري حقوقو هم ستره خلاف ورزۍ ده .
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی پرون د روسیې دبهرنیو چارو له وزیر سرګی لاوروف سره په ټیلی فونی خبرو کښې د هند ترکنټرول لاندې د کشمیر سیمې د حالاتو په هکله بحث وکړ .
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی د روسیې له خارجه وزیر سرګی لاوروف سره په دغو ټیلی فونی خبرو کښې هغه د کشمیر سیمې له وروستی حالت څخه خبر ورکړ او ویې ویل هندوستان د کشمیر په جوړښت کښې د بدلونونو په راوستلو سره په دغه سیمه کښې د نفوسو د جوړښت دبدلولو غوښتونکی دی .
شاه محمود قریشی ډاګینه کړه د کشمیر دخلکو پرضد د هندوستان اقدامات نه یوازې د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو بلکې د بشری حقوقو هم ستره خلاف ورزۍ ده .
د روسیې خارجه وزیر سرګی لاوروف هم په دغو ټیلی فونی خبرو کښې وویل ماسکو له نږدې څخه په کشمیر کښې وروستی بدلونونه تعقیبوی او په سیمه کښې د تاوتریخوالو په زیاتیدا اندیښمن شوی دی .
لاوروف وویل روسیه د خبرو اترو له لارې د مسائیلو دحل کیدا غوښتونکی ده .