پاکستان دکشمیر مسله نړیوالې محکمې ته وروړی
Aug 21, 2019 02:18 Asia/Kabul
-
د هندوستان حکومت په کشمیر سیمه کښې ځانګړي اختیارات ختم کړي او هلته یې ګرځبندیز لګولی .
زمونږخبریال وایی د پاکستان حکومت پرون وویل چې اسلام اباد به د کشمیر مسله د عدالت په نړیوالې محکمې کښې مطرح کړی .
د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی له ای ار وایی (ARY ) ټیلی ویژن سره په مرکه کښې وویل مونږ فیصله کړی ده چې د کشمیر دوسیه په هیګ کښې دیره د عدالت نړیوالې محکمې ته یوسو .
دپاکستان د اطلاعاتو وزیرې میرمن فردوس عاشق هم ویلی دی چې کابینې فیصله کړی ده د کشمیر موضوع دهیګ نړیوالې محکمې ته یوسی .
د هندوستان حکومت په کشمیر سیمه کښې ځانګړی اختیارات ختم کړی او هلته یې ګرځبندیز لګولی او د خلکو پرضد یې محدودیتونه هم اعلان کړی دی .
د کشمیر خلک د هندوستان له دغو اقداماتو سره مخالف دی او هغوې مظاهرو ته دوام ورکړی .
ټیګونه