پاکستان دهندوستان شارډز افیر احضار کړ
-
دا په تیرو څو اونیو کښې څوم ځل دی چې په اسلام اباد کښې دهندوستان شارډز افیر د پاکستان خارجه وزارت ته وربلل کیږي .
زمونږخبریال وایی د پاکستان دبهرنیو چارو وزارت د هندوستان د سرحدی ځواکونو لخوا د کشمیر د کنټرول کرښې په اوږدو کښې د اوربند په خلاف ورزۍ اعتراض کښې یوځل بیا په اسلام اباد کښې دهندشارډز افیر احضار کړ .
د پاکستان خارجه وزارت نن سهار په اسلام اباد کښې د هند دشارډز افیر« ګاروا اهل والیا» په احضارولو سره په نوی ډیلی غږ وکړ چې دکشمیر د کنټرول کرښې په اوږدو کښې په بې دلیله ډزو او د اوربند په بیا بیا خلاف ورزۍ کښې د هندوستان دعسکرو د اقدام مخه ونیسی .
د پاکستان دبهرنیو چارو وزارت چارواکو د هندوستان شارډز افیر ته وویل دهندوستان دسرحدی ځواکونو لخوا د کشمیر دکنټرول کرښې په اوږدو کښې په هستوګنه سیمو او ملکی خلکو په قصدی ډول حملې کول له نړیوالو قوانینو او انسانی ارزښتونو سره تضاد لرونکی اقدام دی .
دا په تیرو څو اونیو کښې څوم ځل دی چې په اسلام اباد کښې دهندوستان شارډز افیر د پاکستان خارجه وزارت ته وربلل کیږی .