امریکا القاعده او داعش ډلې سیمې ته راوستلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i84822-امریکا_القاعده_او_داعش_ډلې_سیمې_ته_راوستلی_دی
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان دبهرنیو چارو دوزارت پخوانۍ ویاندې تسنیم اسلم ټینګار وکړ القاعده او داعش ترهګرې ډلې امریکا د ناامنۍ درامینځته کولو لپاره سیمې ته راوستلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 24, 2019 11:56 Asia/Kabul
  • هندوستان په ځلونو ویلي دي چې د کشمیر په سر له پاکستان سره اختلافات باید په دوه اړخیزه ډول حل شي .
    هندوستان په ځلونو ویلي دي چې د کشمیر په سر له پاکستان سره اختلافات باید په دوه اړخیزه ډول حل شي .

تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان دبهرنیو چارو دوزارت پخوانۍ ویاندې تسنیم اسلم ټینګار وکړ القاعده او داعش ترهګرې ډلې امریکا د ناامنۍ درامینځته کولو لپاره سیمې ته راوستلی دی .

هغې وویل امریکا القاعده او داعش ترهګرې ډلې جوړې کړې چې په اسلامی هیوادونو کښې ناامنۍ رامینځته کړی .

تسنیم اسلم وویل امریکا تل دوه ګوڼه سیاست غوره کوی او هیڅکله یې د اسلامی هیوادونو په هکله روښانه او معلومه روده نه ده غوره کړی .

د پاکستان اکثره سیاستوالان باوری دی له امریکا سره ملګرتیا چې دپاکستان پخوانیو حکومتونو کړی وه یوه(۱) غلطۍ وه .

بل خبر دا چې د امریکا ولسمشر ټرمپ یوځل بیا د هند تر کنټرول  لاندې د  کشمیر سیمې  په هکله د پاکستان او دهند ترمینځ د مینځګړیتوب وړاندیز وکړ .

هند تراوسه د امریکا د ولسمشر دغه وړاندیز ته ځواب نه دی ورکړی خو له دې مخکې یې دترکیې  دامریکا او د ملګروملتونو لخوا د کشمیر د مسلې دحل لپاره له دا ډول وړاندیزونو سره مخالفت کړی وو .

هندوستان په ځلونو ویلی دی چې د کشمیر په سر له پاکستان سره اختلافات باید په دوه اړخیزه ډول حل شی .