پاکستان په لویدیځې آسیا کښې د شخړې د کمولو غوښتنه وکړه
Sep 26, 2019 07:50 Asia/Kabul
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په لویدیځې آسیا کښې د شخړې د کمیدو په ضرورت باندې ټینګار کړی دی.
شاه محمود قریشي په یوه مرکه کښې د امریکې او عربستان له چارواکو سره د پاکستان د وزیراعظم عمران خان د وروستیو ملاقاتونو په هکله وویل: اسلام آباد باوري دی چې جنګ د لویدیځې آسیا د ستونزې حل لاره نه ده او اختلافات باید د مذاکراتو او ډیپلماسۍ له لارې هوار شي.
د پاکستان خارجه وزیر زیاته کړه: اسلام آباد په ختیځو سرحدونو کښې له هندوستان سره او په لویدیځو پولو کښې له افغانستان سره ناکراه وضعیت لري او هیڅ کله نه غواړي چې له ایران سره یې ګډې پولې هم ناکراره شي.
ټیګونه