د سړکونو له احتجاجونو سره په مقابله د پاکستان د وزيراعظم تاکيد
(last modified Fri, 25 Oct 2019 10:07:54 GMT )
Oct 25, 2019 14:37 Asia/Kabul
  • د سړکونو له احتجاجونو سره په مقابله د پاکستان د وزيراعظم تاکيد

د پاکستان وزيراعظم په پاکستان کښې له احتجاجي مظاهرو سره د دغه هېواد د حکومت د مقابلې په لازموالي تاکيد وکړ.

عمران خان د پاکستان په جمعيت علمای اسلام ګوند باندې په نيوکې سره چې د حکومت په خلاف احتجاجي مظاهرې کول غواړي وويل، په اوسنيو حالاتو کښې په سړکونو مظاهرې او احتجاجونه کول دغه هېواد ته سخت تاوانونه رسوي او دا چاره دښمنانو په غوښتنو عمل کول دي.

د پاکستان وزيراعظم په دې باندې په تاکيد سره چې د دغه هېواد په پائتخت اسلام آباد کښې د سړکونو احتجاجي مظاهرې د کشمير سيمې په وړاندې په نړيواله سطح د پاکستان دريځ ته نه تلافي کېدونکے زيان رسولې شي زياته کړه، حکومتي او انتظامي ځواکونه چمتو دي چې له هر ډول تحريکونکي اقدام سره مقابله وکړي.

د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ګوند فضل الرحمان څانګې غړي او د هغې پلويان ټاکل شوې ده د اکتوبر په ۲۷ نېټه د پاکستان د حکومت په خلاف خپل د سړکونو احتجاجي مظاهرې شروع کړي او د اکتوبر په ۳۱ نېټه اسلام آباد ته داخل شي.

له مظاهره کونکو سره د مقابلې لپاره د پاکستان امنيتي ځواکونو او پوليسو ته د عمران خان حکم په دغه هېواد کښې د سړکونو له احتجاجي مظاهرو سره په مقابله کښې د هغه د سختې پالېسۍ بيانونکے دے.

د پاکستان وزيراعظم چې د جمعيت علمای اسلام فضل الرحمان څانګې د پلويانو د سړکونو احتجاجونه يې د دغه هېواد د دښمنانو له غوښتنو سره غږملي بللي دي د تېر کال په پارلېماني انتخاباتو کښې د اقتدار له ترلاسه کولو نه تر مخکښې پورې او د اپوزيشن په مقام کښې تل د واکمن ګوند له سياستونو سره د مخالفت اعلانولو لپاره د سړکونو د مظاهرو په قالب کښې د پاکستان مخکښيني حکومتونه د عوامو په  حقوقو په سترګو پټولو تورنول.

په هغه دوران کښې عمران خان چې په نواز واکمن ګوند ترټولو سخت نيوکه کونکے ؤ د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې د سړکونو د ګڼ شمېر احتجاجي مظاهرو له جوړولو نه علاوه په مختلفو وېناو کښې د اسلام آباد د هغه وخت په چارواکو ډېرې سختې نيوکې کولې.

د سړکونو له هر ډول مظاهرو سره د پاکستان د امنيتي او پوليسو ځواکونو د مقابلې لپاره د عمران خان د حکم په جاري کېدو سره د دغه هېواد د خلقو ترمېنځ دا پوښتنه رامنځته شوې ده چې د پاکستان د واکمن ګوند يعنې تحريک انصاف مشر ولې د هغه دوران په اپوټه چې د اپوزيشن په مقام کښې يې شتون لرۀ د جمعيت علمای اسلام ګوند د پلويانو مظاهرې د خلقو له بنيادي حقوقو او د ډېموکرېسۍ له منل شويو خصوصيتونو څخه نه بولي؟

د پاکستان خلق طمه لري چې عمران به  د مظاهرو او د واکمن ګوند په سياستونو باندې د ولسي احتجاجونو مسئلې ته په لاسو کښې د سياسي اقتدار د اخېستلو او د حکومتي چارو له  چلولو نه د مخکښيني دوران په شان وګوري او له دې موضوع سره به له دوه رنګه چلنده ډډه وکړي.

دې ته په پام سره چې د ۲۰۱۸ کال په پارلېماني انتخاباتو کښې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان له تحريک انصاف څخه د دغه هېواد د خلقو د هرکلي يوه وجه د حکومت په سياستونو د احتجاج کولو او د مخالفانو د نيوکو په خاطر د موقعې برابرېدو لپاره خلقو ته د فرصت په ورکولو کښې د هغه پاليسي وه، په داسې يوې پالېسۍ کښې د هر ډول بدلون د پاکستان د خلقو ترمېنځ د دغه هېواد د وزيراعظم په محبوبيت منفي اثر کولې شي.

نو ځکه عمران خان پکار دي د پاکستان د حکومت په سياستونو باندې د نيواکو او اعتراضونو کولو لپاره د ضروري زمينې په برابرولو سره د مخالفينو د هر ډول اعتراضي رو بندول دې د واکمن ګوند د موقعيت لپاره د يو ګواښ سبب وبولي، ځکه چې په حکومتونو باندې تنقيد تل هغو زيانونو ته د پاملرنې سبب کيږي چې د واکمن ګوند د بقاء د مضبوطېدو په لړ کښې تعريفيږي.

--------

 

ټیګونه