پاکستان کښې د فضل الرحمان په مشرۍ لاریون روان دے
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i85532-پاکستان_کښې_د_فضل_الرحمان_په_مشرۍ_لاریون_روان_دے
د پاکستان رسنيو د دغه هېواد په باجوړ سيمه کښې د ناپېژندلو شويو وسله والو کسانو په ډزو سره د جمعيت علمای اسلام فضل الرحمان څانګي د يو ځاي مشر د ژوبلېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 28, 2019 13:00 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې د فضل الرحمان په مشرۍ لاریون روان دے

د پاکستان رسنيو د دغه هېواد په باجوړ سيمه کښې د ناپېژندلو شويو وسله والو کسانو په ډزو سره د جمعيت علمای اسلام فضل الرحمان څانګي د يو ځاي مشر د ژوبلېدو خبر ورکړ.

د رسنيو له قوله مفتي سلطان محمد چې د جمعيت علمای اسلام ځاي مشر د صوبائي اسمبلۍ پخوانے غړے هم دے د باجوړ په بدان سيمه کښې سحر له خپل کور نه د جومات په لور روان ؤ چې ناپېژندل شويو وسله والو پرې ډزې وکړې او سخت يې ژوبل کړ.

د باوجوړ ډي پي او پيرشهاب علي شاه رسنيو ته وويل چې مفتي سلطان محمد د علاج معالجې لپاره د خار اسپتال ته منتقل شوے دے او د دغې پېښې د عاملينو لپاره لټون شروع شوے دے. تر اوسه چا کس يا ډلې د دغې پېښې ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې.