فضل الرحمان د پاکستان ګټو ته تاوان رسوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i85622
عمران خان: د فضل الرحمان په شتون سره صهیونزم د پاکستان د خرابولو لپاره بلې مهرې ته هیڅ ضرورت نه لري.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 02, 2019 05:35 Asia/Kabul
  • فضل الرحمان د پاکستان ګټو ته تاوان رسوي

عمران خان: د فضل الرحمان په شتون سره صهیونزم د پاکستان د خرابولو لپاره بلې مهرې ته هیڅ ضرورت نه لري.

د پاکستان وزیراعظم د اسلام آباد په سړکونو باندې د جمعیت علمای اسلام ګوند د کسانو له شتونه د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل: د فضل الرحمان په شتون سره صهیونزم د پاکستان د خرابولو لپاره بلې مهرې ته هیڅ ضرورت نه لري.

عمران خان په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د فضل الرحمان اعتراضي اقدامات د هندوستان په ګټه دي، زیاته کړه: چې فضل الرحمان وي نو د پاکستان دښمنان له یهودو او صهیونزم سره بل کوم ملګري ته اړتیا نه لري.

هغه چې پرون ګلګت ته تلی و، د اپوزیشن ګوندونو د اتحاد نشتوالي ته په اشارې سره یې زیاته کړه: که له پیپلز پارټۍ پوښتنه وکړئ نو وايي چې د ګرانۍ په وجه یې مظاهرې کړې دي، جمعیت علمای اسلام فضل ګوند د حکومت د پرځولو په تکل کښې دی او مسلم لیګ نواز ګوند هم د خپلو مشرانو د آزادۍ په لټه کښې دی.

د ویلو ده چې د اپوزیشن ګوندونو په ګډون پاکستاني معترضانو چې په سر کښې یې د جمعیت علمای اسلام ګوند د ف څانګې مشر فضل الرحمان دی، پرون په اسلام آباد کښې د پراخو مظاهرو په کولو سره له عمران خان څخه د وزیراعظمۍ د چوکۍ د پریښودو غوښتنه وکړه.