پاکستان یوځل بیا هندوستان ته خبرداری ورکړ
د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر مشر د هندوستان د پوځي ځواکونو له خوا د نوې ډیلي تر کنټرول لاندې کشمیر د خلکو د ځپنې د دوام په هکله خبرداری ورکړ.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې سردار مسعود خان نن په نړیوالو ټولنو باندې په نیوکې سره وویل: په داسې حال کښې چې د هندي پوځیانو له خوا د کشمیرانو ځپنه اوج ته رسیدلې او لویدیځې نړۍ د خپلو ګټو په خاطر خوله ګنډلې ده، یوازې ایران او ځینې نور هیوادونو د کشمیر له خلکو ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړه چې په کشمیر کښې د هندي پوځیانو له خوا د لګیدلي ګرځبندیز څه باندې درې میاشتې وشوې او د دغې سیمې مظلوم مسلمانان د ژوند ابتدايي اسانتیاؤ او امکاناتو ته هم لاسرسی نه لري.
مسعود خان وویل چې کلونه وشول د هند حکومت د ملګرو ملتو د ټولو موافقو خلاف ورزي کوي او د کشمیر د خلکو په ځپلو لګیا دی خو په دې حالاتو کښې په کشمیري ځوانانو کښې د آزادي غوښتنې او له هندوستان سره د مبارزې څپه هم په زیاتیدو ده.