د پاکستان نب ادارې د اسحاق ډارځینی شتمنۍ ضبط کړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i85905-د_پاکستان_نب_ادارې_د_اسحاق_ډارځینی_شتمنۍ_ضبط_کړې
د پاکستان احتساب ادارې په یوې خبرتیا کې وئیلی دی ،اسحاق ډار د پاکستان د خزانې د نغرل شوو میلیارډونو روپیو په بې درکه کیدا کې رول لری .
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Nov 15, 2019 13:34 Asia/Kabul
  • د پاکستان نب ادارې د اسحاق ډارځینی شتمنۍ ضبط کړې

د پاکستان احتساب ادارې په یوې خبرتیا کې وئیلی دی ،اسحاق ډار د پاکستان د خزانې د نغرل شوو میلیارډونو روپیو په بې درکه کیدا کې رول لری .

تسنیم خبری اژانس راپورورکړ   دپاکستان د احتساب ادارې مشر جاوید اقبال  په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ،دغې ادارې  د پاکستان د  پخوانی خزانې وزیر اسحاق ډار سره اړونده په یوبانکی  اکاؤنټ کې  څه دپاسه پنځه سوه میلیون روپۍ  کشف او ضبط کړی دی .

اسحاق ډار له څو کلونو راهسې  په لندن کې دیره ده او د پاکستان   له قضایه  محکمو له خوا فراری معرفی شوی دی .

Image Caption

 

جاوید اقبال  دغه راز وئیلی پر دغو  نغدو پیسو سربیره ، د پاکستان د خزانې د پخوانی وزیر نور ډیر املاک  او ځایونه  هم کشف شوی ، چې  داسحاق ډار په مالکیّت  کې دی.  دوئیلو ده چې  اسحاق ډار د  نواز شریف د لومړی وزارت په وخت د پاکستان  دخزانې وزیر ؤ  خو  وروسته دناروغۍ د درملنې په پلمه  ا نګلستان ته لاړ  او د پاکستان د سپریم کورټ له خوا د د ومدارو احضاریو  سره سره  حاضر نه شو پاکستان ته بیرته وګرځی .

 د پاکستان احتساب ادارې  په یوې خبرتیا کې وئیلی دی ،اسحاق ډار  د پاکستان د خزانې د  نغرل شوو میلیارډونو  روپیو په بې درکه کیدا کې رول لری .