پاکستان چین ته خپلې الوتنې بندې کړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i87660-پاکستان_چین_ته_خپلې_الوتنې_بندې_کړې
د پاکستان حکومت په چین کښې د کورونا ناروغۍ له زیاتیدو او په دغه وایرس باندې د څو پاکستانیانو له ککړیدو وروسته چین ته خپلې ټولې الوتنې لغو کړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 01, 2020 08:03 Asia/Kabul
  • پاکستان چین ته خپلې الوتنې بندې کړې

د پاکستان حکومت په چین کښې د کورونا ناروغۍ له زیاتیدو او په دغه وایرس باندې د څو پاکستانیانو له ککړیدو وروسته چین ته خپلې ټولې الوتنې لغو کړې.

له اسلام آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د پاکستان حکومت نن وویل: د کورونا وایرس د خوریدو د مخنیوي لپاره یې چین ته د خپل هیواد پروازونه د فرورۍ تر دویمې پورې کینسل کړل او ممکنه ده چې دغه موده یې تمدید هم شي.

د اسلام آباد حکومت له دې مخکښې د کورونا وایرس د خوریدو د مخنیوي لپاره د پاکستان په هوايي ډګرونو کښې د کورونا وایرس د معلومولو سکینرونه لګولې دي.

پاکستاني رسنیو په چین کښې په استوګنو څلورو پاکستاني محصلینو کښې د کورونا وایرس د شتون خبر ورکړی و خو نن سهار یې ویلي چې یاد محصلین له درملنې وروسته په ښه کیدو دي.

د تازه خبرونو له مخې په چین کښې د کورونا وایرس له امله د مړو شمیر ۲۵۹ کسانو ته رسیدلی او کابو دولس زره تنه په یادې ناروغۍ اخته شوې دي.