د پاکستان مشهور شناندے:
د مقاومت دوام به صهيونېسټ رژيم تباه کړي
May 20, 2020 08:01 Asia/Kabul
نامتو پاکستاني څېړونکي او شناندي «د قدس ورځ او د اسرائيلو نابودي» تر عنوان لاندې يوه مقاله کښې د صهيونېسټ رژيم په خلاف د مقاومت دوام د دغه رژيم د تباهۍ زمينه برابرونکے وبلۀ.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د البصيره تحقيقاتی ادارې مشر ثاقب اکبر په يوه مقاله کښې د نژاد پرست اسرائيلي رژيم د نابودۍ د نزدې والي په اړه موجود دلائلو او شواهد بيان کړل او وې ليکل: هم هغه ډول چې امام خميني (رح) اټکل کړے ؤ، نن ټول تحقيقات، څېړنې او اطلاعات دا ښودنه کوي چې د اسرائيلو نابودي نزدېده، خو د عملي کېدو شرط د دغه رژيم او په سيمه کښې د نړيوال استکبار د سپېرو هدفونو په مقابل کښې د مقاومت دوام دے.
ټیګونه