د سند د محکمې د قاضي خلاف د ولسمشر د دوسیې د وکالت لپاره
د پاکستان د عدلیې وزیر استعفا ورکړه
د پاکستان د عدلیې وزیر فروغ نسیم پرون د وزیراعظم عمران خان په غوښتنه له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.
تسنیم خبري آژانس د پاکستاني رسنیو په حواله لیکلي چې د دغه هیواد د عدلیې وزیر فروغ نسیم پرون د وزیراعظم عمران خان په غوښتنه له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.
د پاکستان وزیراعظم د دغه هیواد له عدلیې وزیر څخه غوښتي د هغې دوسیې وکالت قبول کړي چې د دغه هیواد د ولسمشر عارف علوي له خوا په کار اچول شوې ده او د دغه وکالت لپاره فروغ نسیم باید د عدلیې له وزارته استعفا ورکړې وی.
ولسمشر علوي په دغه دوسیه کښې د یولړ مستنداتو په وړاندې کولو سره د سند صوبې د محکمې د یو لوړرتبه قاضي د مالي او اداري فساد ادعا کړې ده او ټاکل شوې چې د عدلیې وزیر فروغ نسیم یې وکالت په غاړه واخلي.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان په دې هکله وویل چې د دغې دوسیې تعقیبونه په هره سویه له مالي او اداري فساد سره د مبارزې لپاره د اسلام آباد د حکومت د کوششونه نښه ده.
ټاکل شوې چې د پاکستان محکمه نن له قاضي فائز عیسی څخه د ولسمشر عارف علوي د شکایت دوسیه وڅیړي.
ترڅو پورې چې فروغ نسیم د فائز عیسی د وکالت کار ختموي، خپله عمران به د عدلیې وزارت دندې ترسره کوي.