په پاکستان کښې د کورونائي بيمارانو شمېر له يو لکو واوړېدۀ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i90606-په_پاکستان_کښې_د_کورونائي_بيمارانو_شمېر_له_يو_لکو_واوړېدۀ
د پاکستان د صحت وزارت په دغه هېواد کښې له يو لکو نه د کورونائي بيمارانو د شمېر د زياتېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 08, 2020 00:55 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د کورونائي بيمارانو شمېر له يو لکو واوړېدۀ

د پاکستان د صحت وزارت په دغه هېواد کښې له يو لکو نه د کورونائي بيمارانو د شمېر د زياتېدو خبر ورکړ.

له اسلام آباده د اېرنا د رپوټ له مخې د پاکستان د صحت وزارت پرون اعلان وکړ: په دغه هېواد کښې په کورونا وائرسو د نورو څلورو زرو نهه سوه شپېتو تنو په اخته کېدو سره په پاکستان کښې په دغه بيمارۍ د اخته کسان شمېر يو لک يو زره يو سل اوه اتيا تنو ته ورسېد.

همدارنګ په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې د لږ تر لږه اوه شپېته کورونائي بيمارانو په مړينې سره په دغه هېواد کښې د مړو شمېر دوه زره او دوه دېرش تنو اورسېد.

د روغتيا نړيوالې ادارې هم تېره مياشت خبردارےورکړے ؤ که په پاکستان کښې خلق د احتياطي تدابيرو خيال ونه ساتي نو په دغه هېواد کښې د جولائۍ تر نيمائۍ پورې د کورونائي بيمارانو شمېر دوو لکوته رسېدې شي.