د پاکستان حکومت تعلیمي ادارو ته د فعالیت اجازه ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i92094-د_پاکستان_حکومت_تعلیمي_ادارو_ته_د_فعالیت_اجازه_ورکړه
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ولسونو ته د یوې غونډې پر مهال وویل چې له دې وروسته به ګرځندوی سیمې، هوټلونه، او ګڼ نور کاروباري مرکزونه به سر له نن پرانیستي وي او پاتې نور فعالیتونو ته به د اګست میاشتې په لسمه نېټه اجازه ورکړل شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 07, 2020 10:26 Asia/Kabul
  • د پاکستان حکومت تعلیمي ادارو ته د فعالیت اجازه ورکړه

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ولسونو ته د یوې غونډې پر مهال وویل چې له دې وروسته به ګرځندوی سیمې، هوټلونه، او ګڼ نور کاروباري مرکزونه به سر له نن پرانیستي وي او پاتې نور فعالیتونو ته به د اګست میاشتې په لسمه نېټه اجازه ورکړل شي.

پاکستان د کوويډ – ۱۹ ناروغانو شمېر کې تر زیات کموالي وروسته محدودیتونه نرم کړي او د راتلونکې میاشتې میلادي له ۱۵ نېټې يې د ښوونځیو د پرانېستلو اعلان کړی دی.

د پاکستان  لومړي وزیر عمران خان ولسونو ته د یوې غونډې پر مهال وویل چې له دې وروسته به ګرځندوی سیمې، هوټلونه، او ګڼ نور کاروباري مرکزونه به سر له نن پرانیستي وي او پاتې نور فعالیتونو ته به د اګست میاشتې په لسمه نېټه اجازه ورکړل شي.

عمران خان همدارنګه وویل چې د سیل سیمې د اګست له اتمې او تعليمي ادارې به د سپټمبر په پنځلسمه نېټه پیل شي.

پاکستان د کورونا له کبله پر بندیزونو داسې مهال نرمښت راولي چې د روغتیایي چارواکو په خبره هلته اوس د کورونا ناروغي کمه شوې ده. د دوی د معلوماتو له مخې تراوسه د مثبتو پېښو شمېر تر دوه لکه اتیا زره اوښتی او تر دوه نیم لکه زیات کسان رغېدلي، خو تر شپږ زره کسان له کوويد-۱۹ ناروغۍ مړه شوي هم دي.

 دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۸ میلیونه اوښتی او تر نیم میلیون ډېر کسان تر اوسه کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.