ملګري ملتونه دې له اسلامه دویرولو پروسې سره مقابله وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i92166-ملګري_ملتونه_دې_له_اسلامه_دویرولو_پروسې_سره_مقابله_وکړي
د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړي ده ، ملګري ملتونه دنده لري ، له اسلامه د ویرولو د پروسې په مقابل کې دې د مسلمانانو دفاع وکړي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 11, 2020 04:40 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه دې له اسلامه دویرولو پروسې سره مقابله وکړي

د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړي ده ، ملګري ملتونه دنده لري ، له اسلامه د ویرولو د پروسې په مقابل کې دې د مسلمانانو دفاع وکړي .

زمونږخبریال د پاکستان جیو ټيلیویژني چینل له قوله راپور راکړ ، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون ناوخته په اسلام اباد کېې د  دملګروملتو دعمومی اسمبلۍ  له مشر ولکن بوزکر  سره په کتنې کې  وئیلي دي ، هغه تر ټولو مهمه خطره چې  دنړۍ مسلمانان ګواښي ،  له اسلامه د ویرولو پروسه ده  چې  د نړۍ دسترو هیوادونو له  خوا ورته لمن وهل کیږي .

 د پاکستان لومړي وزیر  زیاته کړي  ده ، ملګري ملتونه  دنده لري ،   له اسلامه د ویرولو  د پروسې په مقابل کې دې د مسلمانانو دفاع وکړي .  

  عمران خان په دغې کتنې کې  همداراز د هند تر کنټرول لاندې  کشمیر سیمې موضوع ته هم اشاره کړې او وئيلي ئې دي ، ددغې سیمې موضوع  هم باید دنړیوالو  ټولنو او خبرواترو له لارې حل شي .

 ولکن بوزکر هم  له لومړی وزیر سره له کتنې وروسته د پاکستان  له خارجه وزیر سره یوځاي په خبري کنفرانس کې  په نړۍ کې د څواړخیز پالنې په اهمیّت په ټينګار سره  دسیمې اونړۍ  د مسئلو له حل کولو سره  دمرستې لپاره  دغې رودې  ته د فرصت ورکولو  غوښتنه کړې  ده .  دملګروملتو د  عمومي اسبملۍ مشر  ولکن بوزکر  پرون  سهار په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته تللی دی .