د پاکستان د آیډیالوجیکې شورا مشر د ایران قدرونه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i93861-د_پاکستان_د_آیډیالوجیکې_شورا_مشر_د_ایران_قدرونه_وکړه
د پاکستان د آیډیالوجیکې شورا مشر د نړۍ په مسلمانانو کښې د وحدت او یووالي لپاره د هلوځلو په وجه د ایران د اسلامي جمهوریت قدرونه او ستاینه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 30, 2020 04:15 Asia/Kabul
  • د پاکستان د آیډیالوجیکې شورا مشر د ایران قدرونه وکړه

د پاکستان د آیډیالوجیکې شورا مشر د نړۍ په مسلمانانو کښې د وحدت او یووالي لپاره د هلوځلو په وجه د ایران د اسلامي جمهوریت قدرونه او ستاینه وکړه.

د ایرنا د خبر له مخې، قبله ایاز پرون د اسلامي یووالي څلور دیرشم نړیوال کانفرنس ته په ویډیويي پيغام کښې وویل: ایران د مسلمانانو په وحدت او یووالي کښې ډیر ستر رول لري او د امام خمیني(رح) افکار هم د نړۍ له مستضعفینو او کمزورو په ملاتړ کښې وو.

قبله ایاز زیاته کړه: مسلمانان باید د خپلو امکاناتو او وسائلو په کارولو سره د راتلونکي نسل لپاره بنیادي پریکړې وکړي څو دښمنان ونه توانیږي چې اسلامي امت ته تاوان ورسوي.

د ویلو ده چې د اسلامي وحدت څلور دیرشم نړیوال کانفرنس د اسلامي نړۍ د ۱۶۷ مشهورو شخصیتونو په شتون سره پرون په آنلاین توګه پيل شوی دی او د ربیع الاول د میاشتې په شپاړسمه یعنې د رسول الله حضرت محمد مصطفی(ص) د میلاد په شپه به پاې ته ورسي.

اهل سنت مسلمانان د ربیع الاول د میاشتې دولسمه او شیعه مسلمانان د هم دې میاشتې اوولسمه نیټه د رسول الله مبارک د میلاد کلیزه ګڼي او په هم دې وجه د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمیني له دې چارې د اسلامي مذهبونو د سره نزدې کیدو او اتحاد او یووالي لپاره ګټه پورته کړه او د ربیع الاول له دولسمې نه تر اوولسمې پورې ورځې یې د وحدت اونې ونوموله.